IQNA

 د مدینې په هوائي ډګرونو کې حاجیانو ته د قرآن کریم د ۹۰۰ نسخو ډالۍ

5:43 - June 19, 2024
د خبر لمبر: 3489403
ایکنا – د عربستان د اسلامی چارو د وزارت چارواکو وئیلي دي، هغو حاجیانو ته به چې د مدینې له هوائي ډګرونو څخه دحج له ادا کولو ورسته خپلو  هیوادونو ته ځي، ۹۰۰ قرآنی نسخې  ورته ډالۍ شي.

ایکنانیوز دعرب نیوز له قوله راپور راکوي، د عربستان د اسلامی چارو د وزارت د مدینې د څانګې مدیراسمه مدخلي په یولړ څرګندونو کې ووئيل،چې د بیرته ګرځيدا په وخت کې حاجیانو ته د خدمت کولو لپاره په تیره بیا هغو کسانو ته چې مدینې ته واریدیږي او دددغه ښار له هوائي ډګرونو څخه له عربستانه خپلو ټاټوبو ته  بیرته ګرځي،چمتووالی  دوام لري.

هغه ټينګار وکړ،په مدینې کې د قرآن کریم د نسخو د چاپ لپاره  له ملک فهد کمپلیکس سره غږملتیا، دغې سیمې ته د قرآن کریم د څه دپاسه ۹۰۰ نسخو د بیلولو سبب شوې ده  . دغه نسخې زیرمه کړئ شوي او  په مدینې کې د  محمد بن عبدالعزیز هوائي ډګر  کې  او د شهزاده  عبدالمحسن بن عبدالعزیز  سیمه ایز ډګر کې  د د ویشلو  او د په هردواړو هوائي ډګرونو کې دهالونو ته د تلو په وخت له حاجیانو سره د مرستې لپاره  چمتو دي.

دغه وزارت همدرااز د هغو حاجیانو د لومړۍ ډلې د میلمه پالنې  مقدمات  چې د حج دمناسکو  له ادا کولو وروسته له دغه هیواده خپل ټاټوبی ته ګرځي، تیار کړي دي .په مدینې کې ددغه وزارت څانګې ، د الخندق ، سید الشهدا،او قبلتین  جوماتونه  تیار کړی دی. په دغه کار کې بښپړ صفائي ، تعمیر، ساتنه ، د ککړې هوا او سیوریج سسټم د ویستلو  پلان، آبی کولرې او د نفوسو د اغیزشیندونکي مدیریّت  په څير اقدامات  شامل دي.

دغه وزارت د کتابچو پر ویش  او د هغو حاجیانو لپاره پر اطلاع رسونې سربیره چې  د سترو او لویو جوماتونو کتنه کوي، د قرآڼ کریم دنسخې ویشل  چې د عربستان د حکومتي چارواکو له خوا یوه ډالۍ ته د بیرته ګرځیدونکو حاجیانو لپاره په نظر کې  نیول شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4222050

 

captcha